د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو څلور ورځې مخکې یاد ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې او دغه راز یې د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم محدود کړي دي. په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکي بیا حکومت پر کم کارۍ او دغه ولایت ته پر نه پاملرنې تورنوي او وایي د برېښنا پرې کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د ولایتي شورا غړی عبدالعزیز بیک بیا وایي، ددې ستونزې د حل یوازینۍ لار قومي مخور او سپین ږېري دي څو وسله والو طالبانو ته په یو شکل قناعت ورکړي. بل لور ته د یاد ولایت والي عبدالغفور ملکزی وایي، د برېښنا او مخابراتي شبکو ستونزه یې جدي نیولي او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به ورته رسېدګي وکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.