د لاهور په غونډه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د ځینو کسانو څرګندونو په کور دننه توند غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان په لاهور کې پاکستاني حکومت د افغان سولې په اړه د افغان سیاستوالو او ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو یوه غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې ځینو کسانو د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه څرګندونې کړې، چې په کور دننه یې د سیاسي فعالینو او ولسي جرګې د غړو غبرګونونه له ځان سره راپارولي دي.
د ملي شورا غړي په پاکستان کې د افغان سولې کنفرانس ته د ډیورند په تړاو د لطیف پدرام پر څرګندونو غبرګون ښيي او وایي چې دغه مسئله د یوه پلاوي له سطحې لوړه ده او په اړه یې تصمیم نیول یوازې د دواړو خواوو د ولسونو کار دی.
په پاکستان کې د افغان سولې په غونډه کې د ډیورند کرښې په تړاو د لطیف پدرام او د جمعیت ګوند اجرایه رییس څرګندونې کړې وې. نوموړي د پاکستان په غونډه کې ویلي چې ډیورند کرښه دې نوره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه اعلان شي، خو په کور دننه دغه خبرې د نوموړي تر صلاحیت لوړې بلل شوې دي او د ملي شورا غړي وايي چې دا د یوه فرد خبره نه ده او افراد په دې اړه نظر نه شي څرګندولی.
د دوی په خبره، د ډیورند فرضي کرښې په تړاو تصامیم یوازې د دواړو خواوو د ولسونو کار دی او په دې تړاو څرګندونې د پلاوي له سطحې او صلاحیت لوړې دي. د وکیلانو په وینا، پر دغه مسئله بحث کول د هغو کسانو حق دی، چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته یې ځمکې دي او سیمې یې په دوو برخو وېشل شوې دي. دوی وايي، څو کسیز پلاوي او سیاستوال په دې تړاو د خبرو او څرګندونو حق نه لري.
وکیلان ټینګار کوي چې ولس به په دې اړه پرېکړه کوي او څو سیاسي کسان او یا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به دغه ستونزه نه حل کوي. د ولسي جرګې غړي وایي چې ډیورنډ فرضي کرښه ورته د منلو وړ نه ده او دا مسئله د ملت حق دی او دوی د ملت استازي دي.
شنونکي د ډیورنډ کرښې په تړاو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو او ازغن سیم د غځولو په تړاو د افغان حکومت پر سکوت هم نیوکې کوي.
د پاکستان په غونډه کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړي هم وړاندیز کړی و، چې د ستونزې د حل لپاره دې د ډیورند کرښې په تړاو ټولپوښتنه وشي، خو د دې ناستې بل ګډونوال حنیف اتمر وویل، چې افغانستان او پاکستان د دې معضلې با وجود سولې ته رسیدلی شي.
د چارو شنونکي وایي، چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د پلاوي په ترکیب کې باید هغه کسان نه وي، چې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې نه نیسي. بل پلو د افغانستان د ملي پیوستون نهضت رییس سید اسحاق ګیلاني وايي، چې د سولې په نامه پلاوو کې د دغه ډول ملي ګټو ضد اشخاصو ځای پر ځای کول د هېواد په زیان دي. نوموړي ویلي: ((دا سمه ده چې دوی د ملي ګټو ضد خبرې کړې دي؛ خو باید دغه ډول غونډو ته هغه کسان و نه لېږل شي چې ملي ګټو ته ژمن نه دي او یا د ملي ګټو ضد څرګندونې کوي)).
د ډیورند کرښې په تړاو د پاکستان په غونډه کې د ځینو افغان سیاستوالو پر څرګندونو نیوکې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د امریکا د کانګریس یوه غړي هم وړاندیز کړی و، چې د وسله والو له ملاتړ څخه د پاکستان لاس اخیستلو لپاره دې ډیورند رسمي سرحد شي.




































