د ننګرهار په خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې د ١،٤٣١ ميليونو افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې پيل شوې دي او چارواکي وايي چې د دغو پروژو له ګټو به زرګونه خلک برخمن شي.
د دغه ولايت مقام د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۴۵ ښوونځيو جوړول هم شامل دي، چې ۲۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت به ولري.
د چارواکو په خبره، د سکټوري ادارو له لوري د ۲۲ پروګرامونو له لارې په سلګونه لویې او وړې پروژې د ۸۸۰ میلیونو افغانیو په لګښت په پلان کې دي او یا هم عملاً تر کار لاندې دي.
دوی وايي، په یادو پروژو کې د ۲۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام اړوند ۱۴۲ پروژې، د ۹۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو د ودانیو جوړول او د ۲۹۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې، کډوالو، سیندیزې حوزې، کلیو پراختیا، پوهنې، عامې روغتیا او ځینو نورو ادارو پروژې شاملې دي.