جلال اباد ښار کې هره ورځ سلګونه کسان د پاکستان قونسلګرۍ ته ورځي او د وېزې اخیستلو لپاره په لیکه کې ولاړ وي. هلته ورغلي کسان وایي چې تر یوې میاشتې هم د ویزې په اخیستلو نه بریالي کېږي. خلک تور پورې کوي چې په دغه سیمه کې کمیشن کاران فعالیت کوي نو د هغه کسانو کار ژر خلاصېږي چې کمیشنکارانو ته پیسې ورکوي. تېره ورځ هم په دغه قونسلګرۍ کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله یو سپین ږیری وفات شوی و. د ننګرهار د والي ویاند هم ستونزه مني خو وایي دوی د مفسیدینو او کمیشن کارانو د نیولو په لټه کې دي. نه یوازې په جلال اباد بلکې په کابل کې هم خلک د ورځو ورځو لپاره د پاکستان د سفارت مخې ته د وېزې اخیستلو لپاره انتظار وباسي. په دغه سفارت کې هم د پراخ فساد او کمیشن کارۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.




































