وسله وال طالبان دې رسنیو او خبریالانو ته ګواښونه نه کوي. په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په یوه ټوېټ کې د طالبانو هغه پیغام ته غبرګون ښودلی چې ځينو رسنیو ته یې خبرداری ورکړی و. وسله والو طالبانو ویلي وو، چې ځينې رسنۍ د سوداګریز پیغام تر نامه لاندې د وسله والو طالبانو او ددوی د فعالیتونو پر ضد تبلیغات کوي. ددوی په خبره دغه رسنۍ دې خپلو فعالیتونو ته متوجه وي او ددوی پر ضد دې اعلانات نه نشروي. د امریکا سفیر بیا وايي چې دغه ډول ګواښونه د بیان ازادي زیانمنوي. دده په خبره طالبان دې عامو وګړو، خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه نه کوي، ځکه په دې سره به د سولې روانې لړۍ ته زیان ورسوي. دده په خبره د طالبانو دغه کړنه به له طالبانو سره موخو ته د رسېدو په برخه کې مرسته و نه شي کړی.




































