ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په چهارشنبه او پنجشنبه د ناټو د ۴۱غړي او شریک هېوادونه په بروکسل کې غونډه کوي. په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي. هڅه کېږي چې د ناټو غړي او شریک هېوادونه په دغه غونډه کې له سوله ییزې لارې د افغانستان د جګړې او ستونزې پر حل خبرې وکړي او یوه کارنده حللار ورته پيدا کړي. ددې تر څنګ به د ناټو سازمان پر مالي مسایلو هم په دې غونډه کې خبرې کېږي. د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي وايي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی نیکلاس کي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خان او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي برخه اخلي.




































