ناټو وايي د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو سازمان په مقر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. نوموړي قریشي ته ویلي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي او په دې برخه کې دې همکاري وکړي. نوموړي ویلي چې د سیمې نور هېوادونه هم باید د افغانستان د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې همکاري وکړي. د سټولټنبرګ په وینا د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده، نو ځکه خو د سیمې هېوادونو ته په کار ده چې خپله همکاري و نه سپموي. پاکستاني لوري په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې له افغان سولې سره به خپله همکاري کوي.




































