د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو نن په کابل کې د اوسني حکومت د کار ددوام پر وړاندې اعتراضیه غونډه کړې وه. په دې غونډه کې ګډو نوماندانو د ملي یووالي د حکومت د کار دوام غیر قانوني وباله او له ولسمشر یې له دندې د لرې کېدو غوښتنه کوله. ددوی په باور د تېرې جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت د کار موده پای ته رسېدلې ده او د کار دوام یې د ملت او هېواد په زیان دی. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر وایي، چې که ولسمشر خپل کار ته دوام ورکوي نو دا د ټاکنو پر وړاندې یو ګواښ دی. دده په خبره د ولسمشر غني او د حکومت د اوسني مشرتابه په موجودیت کې شفافې ټاکنې نه شي کېدلی او هر څه به له ګډوډۍ سره مخ کړل شي. نورو نوماندانانو هم د ولسمشر غني د کار په دوام نیوکه کوله او د ملي یووالي حکومت د کار دوام یې غیر قانوني باله. نوماندانو همدا راز د شفافو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کوله او په وینا یې په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنه به په هېواد کې د ناورین سبب شي.




































