د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی.
هغه له خبریالانو سره په یوې ناسته کې له ګډون څخه مخکې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره لیدلي دي.
ښاغلی پامپیو وايي، واشنګټن او کابل د سولې په اړه یو ډول لیدلوری لري.
ښاغلي پامپیو هیله وښوده چې له طالبانو سره خبرې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته ورسېږي.
د ښاغلي پامپیو هدف ظاهراً له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې و چې ټاکل شوې د تلې په ۶مه نېټه ترسره شي.
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې راتلونکې شنبه په قطر کې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مرستې په ملاتړ سره د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د عملي اقداماتو غوښتونکی شو.
ښاغلی پامپیو وايي تر اوسه له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه هوکړې ته نهدي رسېدلي.




































