د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروې له مخې سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته ویلي، چې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي. نوموړي ويلي: «په ټوله کې د افغانستان اړتیا څه باندې شپږ میلیون مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه شوې چې تر ۵،۱ میلیونه مټریک ټنه غنم به تولید لرو چې دا د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیي، چې په دې اساس افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی».
په روان کال کې به افغانستان کابو شپږ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې روان کال کې به د غنمو کمښت شاوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.