د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د کار دوام غیر قانوني وباله. دوی پرون په یوه لویه غونډه کې پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې له واکه ګوښه شي او راتلونکې ټاکنې دې موقت حکومت تر سره کړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ادعا کوي چې د اوسني حکومت په موجودیت کې ټاکنې بحراني کېږي او مشروعیت ته یې زیان اوړي. بل پلو ارګ بیا د نوماندانو پر دغه غونډه غبرګون ښودلی، د دوی څرګندونې یې زړې او له وخته مخکې کمپاین بللی دی.
د نوماندانو شورا په خپل پرېکړه لیک کې ولسمشر غني پخوانی ولسمشر یاد کړی دی او په خبره یې د قانون له مخې د هغه د واک موده پای ته رسېدلې ده. د ولسمشریزو ټاکنو پنځو نوماندانو په پروني اعتراض کې برخه اخیستې وه او په خبره یې که ولسمشر غني واک پرې نږدي، خپلو اعتراضونو ته به ادامه ورکوي.
نوماندانو د کابل په غازي لوبغالي کې ستره غونډه جوړه کړې وه، سلګونه کسانو پکې ګډون کړی و او نوماندانو ویناوې وکړې. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر وویل، چې د ولسمشر غني حکومت په کمپاینونو او قانون ماتونه بوخت دی. د ده په خبره، حکومت د استقلال ورځې د نمانځنې په نامه میلیونونه ډالر لګوي، خو د هغو کسانو غم نشته ورسره چې هره ورځ د جګړې په ډګر کې خپل ژوند بایلي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو همدا راز حکومت د سولې د هڅو په تخریب هم تورن کړ. حنیف اتمر وویل، ولسمشر د سولې روانه لړۍ تخریبوي او د اوسنۍ جګړې د دوام مسوول دی. هغه همدا راز وویل چې د اوسني حکومت په موجودیت کې د راتلونکو ټاکنو په سمه توګه تر سره کېدل هم ناشوني دي. نوموړي زیاته کړه: ((دا حکومت نه یوازې دا چې نامشروع دی، نه یوازې دا چې اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی دی، نه یوازې دا چې د ټاکنو د مهندسۍ پلان یې جوړ کړی دی، ان موږ نه پرېږدي چې غونډې جوړې کړو. دغه حکومت، دا نامشروع او ظالم حکومت د سولې دښمن هم دی)).
د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند نورالحق علومي بیا وایي چې اوسنی حکومت د مفسدینو او غاصیبینو له یوځای کېدو جوړ شوی دی. د ده په خبره، همدا اوس غاصیبین او مفسیدین په ارګ کې دي او پر خلکو حکومت کوي. نوموړي وویل: ((مفسیدین او غاصیبین همدا اوس په ارګ کې دي، دوی له هغه ځایه پر خلکو فرمان چلوي. دا حکومت فاسد دی او ګڼې ستونزې لري)).
نوماندان دغه راز وایي چې ولسمشر ته د عامو خلکو مرګ ژوبله هم هېڅ تفاوت نه لري. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزی وایي، ولسمشر ته دا بې تفاوته ده، چې هره ورځ څومره وګړي د لوږې، جګړې او ناامنۍ له لاسه مري. نوموړي وویل: ((ولسمشر ته دا خوند ورکوي، چې دی سر اعلی قومندان وي، نور که یو مري که دوه مري، که له جګړې مري که له نا امنۍ مري، ده ته مهمه نه ده)).
د نوماندانو شورا دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که حکومت واک ته دوام ورکړي، نو دوی به خپلو اعتراضونو او لاریونونو ته ادامه ورکوي. دوی په خپل پرېکړه لیک کې ولسمشر غني د افغانستان غیر قانوني ولسمشر بللی دی او د هغه د واک موده یې پای ته رسېدلې بللې ده.
بل پلو بیا ارګ د نوماندانو پر دغه اعتراض غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، د نوماندانو په خبرو کې نوي څه نه وو او تر ډېره پخوانۍ خبرې وې. د نوموړي په خبره، د نوماندانو دغه ډول غونډې تر وخت مخکې کمپاین هم بلل کېږي، چې غیر قانوني کړنه ده.




































