د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره شپني عملیات ډېر شوي چې ورسره هممهاله ملکي مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، په دې اړه ورته ګڼ راپورونه او شکایتونه رسېدلي دي. ددغه سازمان مشر لعل ګل لعل ویلي، دوی تر شکایتونو وروسته په ځلونو له حکومت او بهرنیو ځواکونو سره خبرې کړې، د شپنیو عملیاتو د کمولو او د ملکي وګړو ژوند ته د پام کولو غوښتنه یې کړې خو تر دې دمه یې پایله نه ده لرلې. دغه سازمان همدا راز وایي، چې شپني عملیات تر ډېره ځانګړي افغان ځواکونه کوي، خو د معلوماتو له مخې بهرنیان هم ورسره وي. شپني عملیات په دې وروستیو کې ډېر شوي، چې تر څنګ یې د ملکي وګړو ژوند ته هم خطرونه متوجه کړې دي.




































