د سولې عالي شورا وایي، په قطر کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ کېدونکي اووم پړاو خبرې به د بین الافغاني خبرو دپیل لامل شي. د یادې شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي، دوی هیله من دي چې د قطر اووم پړاو خبرې به مثبتې پایلې ولري. د هغه په خبره هر څومره ژر چې بین الافغاني خبرې پیل شي هغومره ژر به روانه شخړه پای ته ورسېږي. سولې شورا دا هیله مندي په داسې حال کې ښيي چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په کابل کې وویل، امریکا هیله لري چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.




































