د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره یوې ډاډمنې هوکړې ته اړتیا ده. دده په وینا هر ډول هوکړه چې رامنځ ته کېږي باید ډاډمنه وي او ټول باوري شي چې د عملي کېدو وړ ده او منونکي اړخونه ورته ژمن دي. هغه همدا راز ویلي چې تر سولې پورې لا پېچلې لار پاتې ده، خو بیا هم پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړل شي. سټولټنبرګ دغه راز ویلي، چې طالبان د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي نو ښه به وي چې د سولې لار خپله کړي. ټاکل شوې چې نن د ناټو د غړو او شریکانو په غونډه کې پر افغانستان هم بحث وشي.




































