ولسمشر محمد اشرف غني تر شاوخوا څلور نیم کاله وروسته نن د پاکستان په دوه ورځني سفر روان شو. په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر غني په دې دوه ورځني سفر کې نوموړی د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر عمران خان سره بېلې بېلې لیدنې لري. د یاد وزارت په خبره د افغان ولسمشر په دې سفر کې به له پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تجارتي اړیکو خبرې وشي. ارګ هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د هېواد ولسمشر به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي، د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیز بحثونه ولري.




































