د کندهار قومي مشران د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې له شته فرصته دې د سولې لپاره پوره ګټه واخلي. دغو قومي مشرانو ضمناً په دغه پروسه کې د سوېلي زون د مشرانو پر ونډه هم ټینګار وکړ. د اسحق زو د قومي شورا مشر حاجي جمعه ګل اسحاقزي ویلي، تر بل هر وخت سولې ته هیلې پیدا شوې او همدا ښه فرصت دی چې ښکېلې غاړې ترې د دایمي سولې لپاره ګټه پورته کړي. د ده په خبره، د جګړې تر ټولو لوی زیان افغانانو ته رسېږي او د سولې په برخه کې هم ډېر مسوولیت وسله والو طالبانو او حکومت ته درېږي. د بلوڅ قوم په استازولۍ نصر الله بلوڅ هم د سولې لپاره د پيل شوو خبرو د بریالیتوب هیله وښودله او ویې ویل، ولس تمه لري چې ښکېل اړخونه به د سولې لپاره تر لاسه شوی فرصت له لاسه نه ورکوي او جګړې ته به د پای ټکی ږدي. خو هغه په دغه پروسه کې د لوی کندهار د مشرانو په ونډه هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې سیمې مخور او مشران کولای شي د سولې د خبرو په کامیابۍ کې رول ولوبوي.




































