د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو اووم پړاو حساس او مهم دی او ښایي یوه واضح پایله ولري. هغه ټینګار کړی، چې د مذاکراتو اصلي پړاو بین الافغاني خبرې دي او طالبانو ته په کار ده، چې ژر تر ژره د مذاکراتو دغه پړاو ته تیاری وښيي. کې همدا راز ویلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې له ټولو اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. هغه د ناټو د حضور په اړه ویلي چې دوی تر دې دمه په دې اړه پرېکړه نه شي کولی، ځکه د ناټو ماموریت دا دی، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي، نو حالاتو ته په کتو د سرتېرو د حضور او وتلو په اړه پرېکړه کېږي. نیکولاس کې دمګړی په بروکسل کې دی او د افغانستان په اړه د ناټو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.




































