د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، دوی د پاکستان منندوی نه دي ځکه هغوی که د افغان کډوالو په اړه څه کړي او یا یې کوي د خپلو ګټو لپاره یې کوي. نوموړي هغو افغان سیاستوالو ته په اشارې چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللي وو وویل، ځینې سیاستوالو په پاکستان کې تر خپلو صلاحیتونو پورته خبرې کړې دي. پاکستان کې یو افغان سیاستوال د ډیورنډ کرښې د سوله ییز حل په اړه د ریفرنډم یا نظرپوښتنې غوښتنه کړې وه خو صالح وایي، د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د یو شخص واک نه دی او نباید په دې اړه بې مسوولیته څرګندونې وشي. صالح زیاته کړې، له بده مرغه د ډیورنډ پورې غاړه غصب شوې او په تاریخي لحاظ که چېرته د یو هېواد خاوره د بل تر واک لاندې وي او هر څومره وخت ورباندې وتلی هم وي هغه خاوره د هغه مالکیت نه جوړېږي په داسې حال کې چې قباله یې هم ستا په لاس کې وي. د نوموړي په خبره ددې خاورې قباله د افغانانو په لاس کې ده او بل هیڅوک یې د مالکیت دعوه نه شي کولی.




































