د ناټو غړو هېوادونو له سیاسي لارو د افغان کړکېچ د هواري لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ وکړ. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د وزیرانو غونډې ته ویلي، چې که څه هم ننګونې لا شته، خو په افغانستان کې سولې ته بېساری امکان جوړ شوی دی. سټولټنبرګ دغه راز له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کاله د مالي مرستو پخلی کړی. د ناټو سرمنشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېو وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې وو، تر سپټمبره له طالبانو سره د یوه تړون هیله لري، ویلي، د سولې چانس ډېر شوی، خو هر څه د خبرو په بهیر پورې اړه لري. هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته په اشاره ویلي، چې دا هرڅه افغانستان کې په شرایطو پورې اړه لري، او دوی د وتلو پر تړون نه، بلکې د سولې پر تړون کار کوي.




































