ولسمشر غني په اسلام اباد کې د افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او سوداګرو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. ولسمشر غني ویلي، چې افغان کډوال یې تل په یاد دي او وړاندیزونو او غوښتنو ته به يې په وخت رسیدګي وشي. غني ویلي، عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو ورسره په کتنو کې منلې چې د افغانانو باروړونکو موټرو او صادراتو ته به د واګه – اتاري لارې هند ته د تللو اجازه ورکړي او همدارنګه به د افغانستان له لارې پاکستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره ونښلول شي. نوموړي ویلي، موږ هېڅکله تورخم نه دی تړلی، بلکې پاکستانی لوری کله نا کله سوداګرو ته ستونزې جوړوي او کراچۍ کې د افغان سوداګرو مالونه ځنډوي، ولسمشر غني ویلي، اوس د افغان سوداګرو لپاره نورې بدیلي لارې پرانیستل شوي، او پاکستان به په خپله د کراچۍ او نورو لارو ستونزې حل کړي. غني ویلي، له پاکستان سره جنجال نه غواړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ ملي خپلواکۍ ته په متقابل درناوي او ملي ګټو ولاړې اړیکې او مناسبات غواړي. هغه په ټینګار سره ویلي، افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه تر پښو لاندې کولی شي.




































