د ټاکنو خپلواک کمېسیون بهرني کمیشنران وایي، چې د ټاکنیزو شریکانو چلند يې د چارو پر وړاندې لوی ګواښ دی. په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د کورنیو کمیشنرانو تر څنګ دوه بهرني کمیشنران هم شته، چې دوی په دې بنسټ کې د مشاورینو په توګه کارکوي. دوی وايي، چې ټاکنیز بنسټونه باید له کاري فشار پرته خپلې چارې مخ ته یوسي. دوی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي، چې د هر ډول نامناسبو کړنو پر وړاندې زړور وي او د قانون له مخې خپلې پرېکړې وکړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو مدیریت ستونزمن بولي؛ خو ډاډ ورکوي، چې د کار پایلې به یې د تلې پر شپږمه څرګندې شي.




































