ټاکل شوې نن په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پیل شي. طالبانو ته نږدې کسان وايي اووم پړاو خبرې د روانې جګړې لپاره برخلیک ټاکوونکي دي او دواړه لوري به پر نورو مواردو سربېره د راتلونکي حکومت پرڅرنګوالي هم بحث وکړي. د چارو شنونکی وحید مژده وایي احتمال شته چې د سولې لپاره پر یوه موقت حکومت هوکړه وشي. که څه هم د دې پړاو مذاکراتو له پیل وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي وو چې امریکا منلې له افغانستان څخه به ځواکونه وباسي، خو زلمي خلیلزاد ویلي د ځواکونو د وتلو لپاره نه بلکې د سولې د یوه همه شموله توافق لپاره مذاکره کوي. زلمي خلیلزاد ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل، ترهګرۍ پرضد مبارزه، اوربند او بین الافغاني مذاکرات هغه څلور موارد دي چې باید یوځای پرې توافق وشي.




































