د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت، د لسو پروژو قراردادونه د سیمې له پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس ذبیح الله حسن زي ویلي، چې د شینوارو په اچین، غني خیلو، سپین غر، هسکه مېنه، نازیان او دوربابا ولسوالیو کې د کانالونو او استنادي دیوالونو د جوړېدو په موخه، د سروې او ډیزاین چارې له وړاندې بشپړې شوې دي، چې نن(پرون) یې د سیمي له شوراګانو سره تړونونه لاسلیک شول.
ښاغلي حسن زي زیاته کړې چې یادې پروژې به له شپږو میاشتو په کمه موده کې بشپړې او د دغه ولایت په ځانګړي ډول د شینوارو زون خلکو ته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.