دوشنبه, مې 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بلخ کې یو شمېر سوداګر وايي، د انجې بیې د پام وړ راټيټېدو اندېښمن کړي یو

    ازبکستان افغانستان ته ۴۰ ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه را استولي

    اریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې

    پنجشېر؛ د ۲ ولسوالیو په کانونو کې له ۵ زرو ډېر کارګر کار کوي

  • نړۍ

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    نیویارک ټایمز: د تیلو نړیوالې بیې درې سلنه لوړې شوې دي

    د ایران ولسمشر: مذاکرات د تسلیمۍ یا شاتګ په مانا نه دي

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

    ایران کې د درملو بيې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوي

    ټرامپ: روسیې له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی

    عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي

    سهیل شاهین په دوحه کې د ګامبیا له سفیر سره کتلي دي

    ایران: د امریکا وروستي وړاندیز ته یې رسمي ځواب نه دی ورکړی

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د ټاکنو لپاره تقویتي نوملیکنه؛ دغه پروسه پای ته ورسېده، خو شنونکي یې بې اغېزې او ناکامه بولي

جولای 1, 2019
in افغانستان
0 0

د راتلونکو ټاکنو لپاره د تقویتي نوملیکنې موده پای ته رسېدلې، خو خلک له دغه پروسې شکایت لري. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او همدا راز نوماندانو ته نږدې کسان پر دغه پروسه نیوکه کوي او په خبره یې د ټاکنو کمېسیون دغه لړۍ محسوسه او ډېره اغېزمنه نه وه. د سیاسي چارو شنونکي او د ټاکنیزو ټیمونو غړي پر دې باور دي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه مهمې پروسې په اړه اړین عامه پوهاوی نه دی ورکړی؛ نو خلک نه دي بریالي شوي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوملیکنې په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په تېره غبرګولې میاشت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې تقویتي نوملیکنه پيل کړې ده. کمیسیون وویل، دا لړۍ د هغو کسانو لپاره ده، چې نوی یې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړی، په نوملیکنه کې یې ستونزې وې یا یې غوښتي چې د خپلې رایې اچونې مرکز بدل کړي. دغه بهیر په ۳۳ ولایتونو کې پيل شو، خو په غزني ولایت کې بیا عمومي نوملیکنه پیل شوې ده، چې یوه اونۍ نور به هم دوام کوي. په پاتې ۳۳ ولایتونو کې بیا د تقویتي نوملیکنې موده وړمه ورځ پای ته رسېدلې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو پر تقویتي نوملیکنه ۲۳ میلیونه ډالره لګولي دي.

بل پلو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او د ټاکنیزو ټیمونو غړي بیا وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې مهمې پروسې په اړه اړین عامه پوهاوی او معلومات خلکو ته نه دي ورکړي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکی او د سیاسي چارو شنونکی ثواب الدین مخکښ وایي، د ټاکنو لپاره تقویتي نوملیکنه دومره اغېزمنه نه ده. د نوموړي په خبره، د ټاکنو کمېسیون په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی او د نوملیکنې وخت هم کم و. نوموړی وايي: ((د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوملیکنې تقویتي پروسه هومره محسوسه نه ده، ډېر خلک ان نه پوهېږي چې څه شوي دي، څه وخت پیل شوي او څه وخت پای ته رسېدلي دي)).

تر دې وړاندې د حکومت اجرایه رییس هم پر دغه بهیر نیوکه کړې وه. هغه ویلي وو چې خلک د ټاکنو پلویان دي، باید وخت ورکړل شوی وی او په سمه توګه د نوملیکنې تقویتي پروسه مدیریت شوې وای. اجرایه رییس بیا په راتلونکو ټاکنو کې د شفافیت په اړه هم په ځلونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا دغه پروسه له لاس ته راوړنو ډکه بولي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات له مسیر ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د نوملیکنې د تقویتي پروسې په اړه یې ډېر مخکې تبلیغات پيل کړي وو او په وینا یې دغه پروسه بریالۍ تېره شوې ده. د هغه په خبره، ۴۵۸ مرکزونه د تقویتي نوملیکنې لپاره مشخص شوي وو، چې له دې ډلې ۴۲۸ یې فعال وو. سادات وايي چې له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې شاوخوا (۳۱۸۲۴۲) کسانو نوملیکنه کړې ده. د سادات په خبره، تر دریو زره ډېرو کسانو خپله نوملیکنه کې اصلاحات راوستي. همدا راز څه کم ۱۷ زرو کسانو بیا د خپلې رایې اچونې مرکز تغیر کړی دی.

ذبیح الله سادات د هغو څرګندونو په اړه چې ګواکې کمېسیون عامه پوهاوی نه دی ورکړی وایي، د ټاکنو کمېسیون مهالوېش ته ژمن دی، خو په مهالوېش کې د عامه پوهاوي لپاره تر ټاکل شوې مودې دوه ورځې وړاندې دوی عامه پوهاوی او اعلانات پیل کړي وو. د سادات په خبره، تر ۹۰۰ پورې  د عامه پوهاوي لپاره ګومارل شوو مبلیغینو هم په دې پروسه کې برخه اخیستې ده.

خو له دې ټولو سره سره د راتلونکو ټاکنو په اړه نه یوازې نوماندان او عام خلک؛ بلکې څارونکي بنسټونه هم اندېښنې لري. پر ټاکنو ځینو څارونکو بنسټونو تېره ورځ هم رسنیو ته ویلي وو، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې مداخله کېږي او دا هر څه به د راتلونکو ټاکنو شفافیت ته زیان ورسوي.

Tags: featured
Share9Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بلخ کې یو شمېر سوداګر وايي، د انجې بیې د پام وړ راټيټېدو اندېښمن کړي یو

مې 11, 2026

ازبکستان افغانستان ته ۴۰ ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه را استولي

مې 11, 2026

اریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې

مې 11, 2026

بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

مې 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In