د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اونیو کې د هوايي دهلېزونو له لارې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.
د دغې ادارې رییس مېر زمان پوپل پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې دا میوه به اروپايي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېږي.
نوموړي زیاته کړې: «ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې یا دوو اونیو پورې موږ هندواڼې او نوره تازه میوه هم بهر ته صادره کړو. نوره میوه د هوايي دهلېزونو له لارې اروپايي هېوادونو او عربي اماراتو ته چې ګیلاس او زردالو دي، صادروو. د هندواڼې پېرودونکو ته هم په تمه یو او له خیره زر ټنه به ولېږو».
ښاغلي پوپل دا هم ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به زر ټنه د هرات انګور هم هندوستان هېواد صادر شي، چې په دې برخه کې تړونونه هم شوي دي.