د مشرانو جرګې غړي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ باید د سولې جامع توافق رامنځ ته شي. په قطر کې د امریکايي هیئت او وسله والو طالبان ترمنځ اووم پړاو مذاکرات چې د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره برخلیک ټاکونکي بلل کیږي روان دي. د مشرانو جرګې غړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي غواړي، چې د روانې جګړې پای ته رسیدلو لپاره پر یوه جامع توافق سره سلا شي. سناتوران وايي، چې دواړه غاړې د روانو مذاکراتو په لړ کې د افغان خاورې پر ځای د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي. د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو کې تر ډیره هغه موارد په نظر کې نیول شوي چې د دواړو غاړو ته د اهمیت وړ دي. ددوی په خبره دواړو لورو ته په کار ده، چې تر خپلو ګټو د افغانستان د میلیونونه وګړو ګټو او غوښتنو ته پام وکړي.




































