د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د واګه بندر یو طرفه پرانیستل د افغان سوداګرو ستونزې نشي حل کولی. د سوداګرۍ خونې مسوولان پاکستان کې له ولسمشر غني سره د سوداګرۍ برخه کې شویو ژمنو ته په اشارې وایي اړتیا ده چې د واګي بندر د افغان سوداګرو د مالونو او موټرو پرمخ په دوه طرفه توګه پرانیستل شي، ځکه یو طرفه تجارت اوس هم روان دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توفیق داوري وایي، افغان توکي اوس هم هند ته لېږل کېږي، خو ستونزه دا ده، چې هندي توکي افغانستان ته نه پرېښودل کېږي. دده په وینا پاکستان په دې برخه کې دوه مخیتوب کوي. د افغان تاجرانو د مالونو او موټرو پرمخ د واګي بندر پرانیستل له هند سره د افغانستان تجارت لپاره مهم ګام دی، خو د اقتصادي چارو شنونکي وايي پاکستان تل دا ډول ژمني کوي، خو په عملي کولو کې یې ريښتینی نه دی.