د ولسمشر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون په فراه ولایت کې د نوي کانال کيندلو او د اوبو بند جوړولو په ګډون، ۱۷ تدارکاتي موارد منظور کړل.
له ارګه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې ۱۸ تدارکاتي موارد و ارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له ۲،۳۵ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ موارد منظور کړل.
سرچينه همدا راز کاږي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل، میدان وردګو او ننګرهار ولایتونو د مرمر ډبرو د ګټې اخیستنې قراردادونو د وضعیت ارزولو راپور کمېسیون ته وړاندې کړ، چې کمېسیون یې دوې برخې منظور کړې.
سرچينه وايي، په همدې حال کې د هېواد په ۲۶ ګمرکي سايټونو کې د سیکوډا چارو د پرمخ وړلو لپاره د انټرنېټي خدمتونو پروژې د تعدیل د منظورۍ وړاندیز د وروستي ځل لپاره د دریو میاشتو لپاره منظور شو.