د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اړوند، د اوبو لګولو یو کانال د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو لګولو دغه کانال ۱.۵ کیلومتر اوږدوالی لري او په پنځو کليو کې شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او ۷۵۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه اخیستلای شي.
د اوبو لګولو د یاد کانال د بیارغولو ټولیز لګښت څه باندې دوه میلیونه افغانۍ دی. د دغه کانال په رغولو کې د سیمې ځینو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او سربېره پر دې به د اوبو له ضایعاتو څخه د مخنیوي ترڅنګ، د هغو ځمکو کرنیز محصولات هم لوړ شي، چې د دغه کانال له لارې خړوبیږي.
د سیمې اوسېدونکي د دغه کانال له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به یې هغه ځمکې تر اوبو لاندې شي، چې له دې مخکې شاړې پاتې وې.