د رسنیو د راپورونو له مخې د هند او ایران د بېړۍ چلولو او له دې لارې د لېږد رالېږد د سکتور یوه ډله افغانستان ته راغلې چې له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي. د ترانسپورت وزارت مرستیال امام محمد وریماچ ویلي افغانستان هڅه کوي د خپلې سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره د بېړۍ چلونې صنعت رامنځ ته او وده ورکړي. دده په خبره دا چاره به له چابهار بندر پيلېږي او تر هغه وروسته به د سیمې نورو بندرونو ته هم رسېږي. ایران او هند په ګډه په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.