د کرنې وزارت له خوا به ډېر ژر د غزني په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو او بڼوالۍ د ودې په موخه، د اسیایي پراختیایي بانک په مالي مرسته د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه (HVCDSP) پر کار پیل وکړي.
د دې پروژې په لړ کې بزګرانو او بڼوالو ته د سبو او مېوو د بسته بندۍ او پروسس مرکزونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ په پار د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصري سړې خونې جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین په پار د پروسس په مرکزونو کې لابراتوارونه نصبول، د دې لپاره چې د سوداګرو محصولات د کیفیت او روغتیا له پلوه ډاډمن شي، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال سټنډرډونه او سندونه ورپېژندل او د انساجو د کښت « Tissue Culture» لابراتوارونه ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونل « Micro-Propagation» ریښو کرکېله شامل دي.