په هلمند ولايت کې د ٢٧ ميليونو افغانيو په لګښت د استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د والي محمد یاسین خان په خبره، د سېلابونو د مخنيوي لپاره يې په بېلابېلو سيمو کې ١٢ پروژې پيل کړې چې شپږ زره کورنۍ به په مستقیم او سل زره کورنۍ به په غير مستقيم ډول له سېلابونو وژغوري.
نوموړي ویلي، پر دغو پروژو به ٢٧ ميليونه افغانۍ لګښت وشي او د جوړېدو چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د فرعي سینديزې حوزې ریيس انجنیر محمد انور ذهين وويل چې د دې پروژو له مخې به ١٠٩٤٠ متره استنادي دېوالونه جوړ شي.
نوموړي زياته کړې: «دغه دېوالونه هم خلک له سېلابونو خوندي کوي او هم د اوبو په مهارولو کې مرسته کوي».