د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه به له راتلونکې میاشتې د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانستې وي. د تورخم موضوع پاکستان ته د افغان ولسمشر په سفر کې هم د هغه هېواد له لومړي وزیر سره په کتنه کې مطرح شوې وه او دواړو مشرانو هم پرې سلا کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي د دې لپاره چې دغه لار د ۲۴ ساعتونو په مخه پرانستې وي، د تنظیم او امکاناتو برابرولو پر چارو یې کار روان دی. تورخم له پاکستان سره د افغانستان یوه مهمه لاره بلل کېږي چې ورڅخه دواړو لورو ته پرې د خلکو پر تګ راتګ سربېره، د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغان سوداګرو ډېر مالونه هم پر دې لار افغانستان ته اړول کېږي.