سږ کال به د هلمند ولایت د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پلان او همغږۍ د پروګرامونو مسؤل رفیعالله قلم وایي، چې سږکال به په هلمند ولایت کې نږدې ۹۰ زره مټریک ټنه انګور تولید شي. قلم وايي، د هلمند ولایت انګور د کیفیت له پلوه ښه دي او له هلمند سربېره د هېواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم ښه بازار لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې په څه باندې شپږ زره هکټاره ځمکو کې د انګورو باغونه دي چې له هر هکټار ځمکې څخه ۱۶ مټریک ټنه انګور راټولېږي. رفیع الله قلم وايي، په هلمند ولایت کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه نیول کېږي او تر څنګ یې ورته د اړتیا وړ امکانات هم ورکول کېږي.