چین په کندهار کې په چینایي شفاخانې مشهور میرویس روغتون په نړیوالو معیارونو برابروي. په افغانستان کې د چین سفیر لیوجون سونګ دا خبره کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس روغتون د لېدنې پر مهال کړې ده. هغه ویلي چې دا روغتون به لا ډېر پراخ او معیاري کړي. لیو ویلي، د روغتون ټولي اړتياوي يې ياداښت کړې او هيواد يې هڅه کوي چي دا روغتون پر معيار برابر او روغتيايي خدمات يې ډير کړي، څو په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزې راکمې کړي. لیو زیاته کړې چې کندهار ولایت ته یې د سفر له موخو څخه یوه هم دا وه چې دلته روغتيايي وضعيت و ارزوي څو په راتلونکي کي يې هيواد خپلي مرستي نوري هم پراخي کړي. میرویس روغتون په کندهار کې د چین هېواد له خوا جوړ شوی روغتون دی چې نسبت نورو روغتونونو ته یې خدمات پام وړ ښه دي.