د پاکستان د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره ددغه هېواد سوداګرۍ کې نور کموالی راغلی. د پاکستان مرکزي بانک شمېرې ښيي چې روان مالي کې افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه یو میلیارد او نوي میلیونو ډالرو ته رسېږي، خو په تېر مالي کال کې د صاداراتو دغه کچه یو میلیارد او څلور سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، چې نږدې پنځه سلنه کموالی ښيي. د پاکستان اقتصادي کارپوهان وايي، بې باوري، د دواړو هېوادونو تر منځ سړې سیاسي اړیکې او پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره ستونزې او خنډونه د سوداګرۍ د کمزورۍ لاملونه دي. ددې هېواد اقتصادي کارپوهان وايي، دا چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ اوس پکار ده چي لومړی وزير عمران خان افغانستان ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي فضا ښه شي او پر اقتصادي اړيکو هم خبرې وشي. دوی وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ له کمزورتیا سره نه يوازې له پاکستانه افغانستان ته صادراتو کې کموالی راغلی بلکې ورسره په قبايلي سیمو کې د وزګارتیا کچه هم لوړه شوې ده.