د بلخ د کرنې ریاست لخوا د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د «تغي بغي» د اوبولګولو کانال د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې لخوا رغول شوی دی، د بیارغولو ټولیز لګښت یې ۱۹.۶ میلیونه افغانۍ دی چې اوږدوالی یي شپږو کیلومترو ته رسیږي او دوه زره او ۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.
یاد رغول شوی کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوي او همدا راز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه ورسره لوړ شي چې د دې کانال له لارې خړوبیږي.
د یادې سیمې بزګران هم د دغه کانال له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې په جوړېدو سره به یې د دوی کرنیز محصولات د پام وړ زیات شي.