ولسمشرغني، چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل ددې اداري کمپلکس په بشپړېدو سره به ټولې دولتي ادارې یو مشخص ځای ته انتقال او شته ستونزې به حل شي. ولسمشر وایي، ددې اداري کمپلکس په بشپړېدو سره به په کابل ښار کې شته ګڼه ګوڼه او بې نظمي له منځه ولاړه شي. ولسمشر وایي، یوازې عصري ودانۍ ستونزه نشي حل کولای، بلکې په وینا یې باید د حکومتولۍ په برخه کې هم اساسي ګامونه پورته شي.