د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږکال به د دغه ولايت د انګورو له باغونو څخه ٩٠ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي. بل لورته بڼوال که څه هم د انګورو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار او سړخونو نشتوالي اندېښمن کړي دي. د یاد ولایت د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د دغه ولايت په ٦٤١٠ هکتاره ځمکه کې د انګورو باغونه جوړ شوي او خلک هم ترې ښه حاصلات ترلاسه کوي. د الکو د معلوماتو له مخې، سږکال به د دغه ولايت له باغونو څخه شاوخوا نوي زره مټريک ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.