د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د خرما باغونو د جوړولو طرحه چې څه موده وړاندې یاد وزارت د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړې وه قبوله شوې او دا وزارت په پام کې لري چې د ټول هېواد په کچه د ۱۵.۱۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د خرما پر باغونو پانګونه وکړي. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، کرنې وزارت د همدې طرحې پر بنسټ په پام کې لري چې په دوه زره او ۷۰۰ هکتاره ځمکه کې د خرما ونې کېنوي. د هغه په خبره، دوی هڅه کوي د دې باغونو د ښې سمبالتیا لپاره ځینې اړین مواد هم وپېري څو وکولی شي په لنډه موده کې ترې ډېر حاصلات تر لاسه کړي.