د راپورونو له مخې د ولسي پاڅونکوونکو غړو تېره ورځ د لوګر ولایت د زرغون ښار په کاریز سعید کلي کې د ملکي وګړو پر یوه غونډه برید کړی چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او لس کسه نور ټپیان دي. دغه پېښه داسې مهال شوې چې د سیمې خلکو د ولسي پاڅونکوونکو د ناوړه کړنو او ظلمونو له امله په اعتراض لاس پورې کړی و. د همدې غونډې او اعتراض په ترڅ کې دوی د سیمه ییزو ولسي پاڅونکوونکو له لوري په نښه شوي دي چې تلفات یې اړولي. اعتراض کوونکي د وژل شوو کسانو جسدونه ځان سره لېږدوي او دمګړی یې د کابل ګردیز لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړلې ده. دوی له حکومت غواړي چې دغه مسئله دې ژر تر ژره وڅېړي او د خلکو غوښتنو ته دې ځواب ووايي.



































