د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او په خبره یې په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي. شوانګ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هند د افغانستان د سولې له روانو هڅو ګوښه نه دی ساتل شوی بلکې ددغه هېواد همکاري هم مهمه ګڼل شوې ده. په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د پاکستان په غوښتنه هند د افغان سولې له پروسې ګوښه ساتل شوی دی. چین ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او د سیمې د هېوادونو ملاتړ او همکاري په دې برخه کې اغېزناکه او ګټوره ده.



































