په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی.دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف ګڼل شوی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.


































