د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام او دغه راز الینګار، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو کې د کتار په ډول د شولو د عصري کرکېلې د ترویج په موخه ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوې دي. ددې قطعو له جوړولو موخه دا ده چې له شولو څخه ډېر حاصل ترلاسه شي. د لغمان د کرنې رییس جمیل خوشحال وایي، دوی بزګرانو ته په دې برخه کې زده کړه هم ورکوي او زیاتوي چې په دې بڼه د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه ډېرېږي.