د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. دوی وایي چې دا عملیات تېره شپه د مرکز پل علم اړوند کمال خیلو په سیمه کې شوي دي او د طالبانو په ګډون پکې پنځه ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. خو په لوګر کې د افغان پوځ یو قومندان ډګروال متین حسن خیل وایي، په دې عملیاتو کې چې د طالبانو پر یوې غونډې ترسره شوي دي ۲۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان دي. هغه د ملکي مرګ ژوبلې خبره رد کړې نه ده خو په خبره یې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه ورته معلومات نه دي رسېدلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو ځل بیا خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.



































