فارن پالیسي مجلې په افغانستان کې د داعش ډلې د تمویل په اړه یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي، کونړ ولایت کې د لرګیو قاچاق د داعش ډلې لپاره د عاید ترلاسه کولو یوه مهمه سرچینه ده. د سرچینې په خبره، داعش ډلې خپل مرکز په یوه ځنګلي سیمه کې جوړ کړی دی چېرته چې د لرګیو کاروبار په پوره بې غمۍ روان دی. دا ځای وړاندې د طالبانو په لاس کې و خو اوس پرې داعش ډله ولکه لري او له همدې لارې پیسې تر لاسه کوي. سرچینې د کونړ د امنیه قوماندانۍ د مرستیال له قوله ویلي، له ترهګرۍ وروسته د لرګیو قاچاق د دې ولایت لویه ستونزده. د کونړ د کرنې رییس د لرګیو په قاچاق کې د دولتي ځواکونو لاس لرل هم تایید کړي دي او زیاته کړې یې ده چې ځینې دولتي چارواکي هم شته چې له دې لارې پيسې تر لاسه کوي.