د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د اندېښنو په تړاو تازه پر انتخاباتو څارونکې ادارې وايي، انتخاباتي کمېسیونونه چمتو نه دي چې پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي. د دغو ادارو مسوولان د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکنو پروړاندې د اړوندو ادارو بې تفاوتۍ ته په اشارې سره وایي، چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې پر وخت او شفافې تر سره نه شي. دوی وایي چې له انتخاباتي کمېسیونونو سره د نړیوالو ادارو د ژمنو پر عملي کېدو هم شک لري.
د ولسمشریزو انتخاباتو مودې په را نږدې کېدو سره پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه پر وخت د ولسمشریزو انتخاباتو د تر سره کېدو په تړاو شک ښيي. څارونکي بنسټونه وایي، افغان حکومت، نړویواله ټولنه او اړوند ارګانونه له ټاکنو سره سطحي چلند کوي چې له همدې امله ښایي د ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلونکې ټاکنې په شفافه او ټول منلې توګه تر سره نه شي کړی. د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وايي: ((له بده مرغه باید ووایم چې موږ د تلې په میاشت کې د شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره تیار نه یو. زموږ راپور ښيي چې موږ به ټولمنلې ټاکنې تر سره نه شو کړی. دا ډېره بدمرغي ده او راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کوي)).
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په یوه ګډ راپور کې وايي، نړیوالې ټولنې له کمېسیونونو سره تل د مالي ملاتړ ژمنې کړې، خو اوس پرې شک لري او وایي چې ښایي نړیواله ټولنه خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي. د دوی په خبره، دغه ټولنه هم د افغان ټاکنو په اړه واحد دریځ نه لري. همدا راز د افغانستان ملاتړي او متحد هېوادونه هم ډول ډول دریځونه لري. دوی همدې مسایلو ته په اشارې وایي، چې ښایي راتلونکې ټاکنې په هېواد کې یو جدي بحران رامنځ ته کړي. د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وایي: ((نړیواله ټولنه هم پر خپلو ژمنو نه ده ولاړه. دلته هم واحد دريځ نشته دی. څوک سولې ته لومړیتوب ورکوي او څوک ټاکنو ته. همدغه بحث دی چې اعتماد زیانمن شوی دی)).
دغه بنسټونه د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ شک لري او وايي، د تېر په پرتله راتلونکو ټاکنو ته ژمن نه ښکاري. د ایوب زاده په خبره، نړیوالې ټولنې پخوا په ټاکنو کې ډېر قوي دريځ درلود او ملاتړ به یې کاوه، خو اوس دا ملاتړ یو څه کمرنګه دی. نوموړی وايي: ((نړیوالې ټولنې د ټاکنو کلک ملاتړ کاوه، خو اوس چې موږ کوم شک لرو ښايي رښتیا وي. د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته دا ټاکنې په سمه توګه نه شي تر سره کېدلی)).
دوی همدا راز د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه هم د نهو میلیونو کسانو د نوملیکنې وضاحت غواړي او وايي، د کمېسیونونو په هغو ارقامو شک لري، چې ویل کیږي، نهو یا نهه نیم میلیونو کسانو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې ده.
پر ټاکنو د څار بنسټونه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کمېسیونونو د نه اماده ګۍ خبره داسې مهال کوي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره څه کم دوه میاشتې پاتې دي. بلخوا وړمه ورځ بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې وویل، چې ټاکنو ته بشپړ تیاری لري او دغه ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کېږي.



































