د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې شپږ سترې اقتصادي پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون ازادي راډيو ته وویل، چې په دې کې د هرات، کندهار او بغلان د سیمنټو او دغه شان د غزني د طلا زرکشان، د ننګرهار د اچین تالک او د بدخشان د لاجوردو د کانونو پروژې شاملې دي.
نوموړی وايي: «د دې پروژو د داوطلبۍ د اسنادو د راټولېدو چارې پیل شوې او موږ هیله من یو چې په دې سره به زموږ په هېواد کې پانګونه هم زیاته شي».
د کانونو وزارت ویاند دا هم وايي چې له دې وړاندې یې هم ځینې پروژې دواطلبۍ ته وړاندې کړې دي، چې د یادو پروژو په برخه کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې د پانګونې تمه کېږي.