پاکستان وایي له طالبانو سره د امريکايي مقاماتو د مذاکراتو پيليدو وروسته یې ،له امریکا سره اړیکې ښې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، وروسته له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د مذاکراتو زمینه برابره کړه، نو له امریکا سره یې هم اړیکې ښې شوې، چې په همدې لړ کې به عمران خان واشنګټن ته سفر کوي. قریشي ویلي چې په دې سفر کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر لا ښه کېدو بحثونه وشي. قریشي دغه راز ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه واحد نظر رامنځ ته شوی دی او دا مسئله به په افغانستان کې د سولې سبب شي. هغه ویلي چې دوی په سیمه کې د امنیت او سولې لپاره خپل پلانونه له امریکايي لوري سره شریک کړي دي او دوی هم مثبت نظر لري. پاکستان داسې مهال په سیمه کې د امنیت او سولې د راوستو خبره کوي، چې دغه هېواد په نړیواله کچه د ترهګرۍ په ملاتړ او روزنه تورن دی.



































