پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپلې نا اعلان شوې جګړې ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني له یوې ترکي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي دي، سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت پخپله ګټه نه بولي خو لا هم د افغانستان پر وړاندې خپلې نا اعلان شوې جګړې ته ادامه ورکوي. دده په خبره لا هم د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه هېواد افغانستان ته راځي او خونړۍ جګړې کوي. ولسمشر غني زیاته کړې چې ترهګرې ډلې لا هم په پاکستاني مدرسو کې روزل کېږي. هغه هیله څرګنده کړې چې پاکستان د جګړې پر ځای سوله غوره کړې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره رښتینی چلند وکړي. ولسمشر غني د سولې په اړه هم ویلي چې سوله به د جمهوریت په چوکاټ کې کېږي نه د امارت. دده په خبره طالبان باید اساسي قانون ومني، د خلکو رایو ته درناوی وکړي او د امارات خوب دې له سره لرې کړي. ولسمشرغني ټینګار کړی چې حکومت یې د سولې ملاتړی دی، خو داسې سوله چې د افغانستان او افغانانو د راتلونکې په ګټه او خیر وي.



































